
|
د عبدالحفيظ
« مليار ــ ساپی » لیکنه
د نشر نیټه : ۱۲ اکتوبر ۲۰۱۲ـ م ـ کال
|
معلم د لوړ مقام په احترام
خدمتګار د هر انسان دی دا معلم دی
دا دنیا چې پری ودان دی دا معلم دی
د تیارو پرځیای ډیوی بلول غواړي
رو ښنایی د هر زمان دا معلم دی
په روزنه د اولاد د وطن بوخت وی
چی زړه سواند او مهربان دی دا معلم دی
جز دعلم او معرفت سره یی کار وی
څه سپیڅلی قدردان دی دا
معلم دی
ترقي او تمدن لټول غواړي
چې سالا د دې کاروان دی دا معلم دی
په ټټر یی هوسیلی دې لکه غرونه
د پاک عضم قهرمان دی دا معلم دی
منزلت د مور او پلار لری په مونږ کې
دا چې دومره عاليشان دی دا معلم دی
پسله مور او پلاره حق یی په مونږ فرض دی
د
حفیظ « ملیار» ګمان دی دا معلم دی
****
عبدالحفيظ
« مليار ــ ساپی »
ويانا د
اتريش ښار
|