د سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان  ته  ښه راغلاست!
 د سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان  ته  ښه راغلاست!
ورزش سایرنشرات  ارشیف مضامین هـدف ارگان شخصیت های فرهنگی  ارشیف کتب مولانا سعیدافغانی صفحه اصلی

النجـــــــــم 


٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

  النجـــــــــم   

ګڼه « ۴ »   چهارشنه  د  ۱۳۳۷ کال  ،   د عقرب   « ۷»      

مصلح « مجاهد » 

د  سعيد افغاني  لیکنه :

د دغه  عنوان لاندي غواړم چي  د ملا نجم الدين  اخندزاده صاحب، سوانح  چه په خپل  وخت  کښې زيات مصلح  او دانګليسانو په مقابل  کښې  په کلو کلو جنګيدلې ،  بيان  کړم .   

 
۱ــ  د ده  اجمالي  پــيژندانه : 

 

ملا نجم الدين  « اخند زاده  صاحب »  د امير عبدالرحمن  د پاچائى  په  وخت   کښې  د لــوى  اعتبار خاوند ؤ .  دغه  شاه دي سره دماذونانو دکابل په ښار کى بندى کړو.

دى دبندى خانى نه په يو خاص تر تيب مخ  په مشرقى  وتيښتيده  او هلته  د مشرقى  په  سرحد ادتو کښې   د مهمندو په  سيمه  په ژړوبى او چمرکند  کښې  او سيده  او د انګليسانو په  مقابل  کښى  به جنګيده. 

دي بيا  دامير حبيب الله خان د پا چائى  په وخت  کښې  دهغه په غوښتنه  او اعتماد  بيرته  افغانستان  ته راغې  او دننګر هار  په  ولايت کښى دجلال کوټ  نه مخ په جنوب دهډي په  قريه  کښې اوسيده . 
 

ده دهمدغه  پا چا  په عصر کښي  ډير  داسلام  ددين  اساسون محکم  کړو او  هر خواته  يې  ريشې  او پلى  خورى شوى او دى  د داسۍ  لوى  شخصيت  خاوند  شو ،  چه په  ټول  افغانستان  کښى  ده د خلکو  په عقيده  و حاکميت درلوده  دغه  منلى  شخصيت  دهمدغه  امير  حبيب الله  په وخت  کښې  «   ۱۳۲۰  يا  ١٣٢١  هجري  قمرى »  کال ؤ  چه  د اجل  داعې  ته ئى  لبيک  وويلى .

په دى حساب  دده  د  وفات   تاريخ  ( قبر غازى ) « ١٣٢٠ »   دى .  د ده  مزار  او  مقبره  دهډى په  قريه  کښې   دوالا حضرت  سر دار  محمد  داود  د افغانستان   صدراعظم   په اهتمام  ښه  جوړه شوى.   د ده  هديره  د ټول  مشرقى  او سرحد   بلکه  د  ټول  افغانستان  او پشتونستان  د خلکو  د عقيدې  ځاى  دى .

 

ادامه لری
 
اتمه ګڼه اومه ګڼه شپږمه ګڼه پنڅمه ګڼه څلورمه ګڼه دریمه ګڼه دوهمه ګڼه اوله ګڼه

بازگشت  یه صفحه  اصلی بازگشت به صفحه  النجم
د سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان  ته  ښه راغلاست!
هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است