د سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان  ته  ښه راغلاست!
 د سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان  ته  ښه راغلاست!
ورزش سایرنشرات  ارشیف مضامین هـدف ارگان شخصیت های فرهنگی  ارشیف کتب مولانا سعیدافغانی صفحه اصلی

النجـــــــــم    

 ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

 ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

النجـــــــــم 

ګڼه « ۵ »  چهارشنه  د  ۱۳۳۷ کال  ،  د عقرب « ۲۸  »  

مصلح « مجاهد »

د  سعيد افغاني  لیکنه :
 
۲ــ د ده تفصيلى  پيژندنه :


دنجم الدين اخند زاده  صاحب  « رحمة الله  عليه »  د مفصل پيژندلو د پاره په کار ده چه  په لانده ډول سره ئې  وپيژنو :
 

 ۱ ــ  د ده عمر  او حيات  او قواره      

 ۲ــ  د ده هويت قوم  او نسب

 ۳ــ   د ده اصلى او فرعى مسکن  

۴ــ  د ده تحصيل  او علم

٥ ــ  د ده تصوف

٦ ــ  د ده  جهاد

٧ ــ  د ده  دشهرت  اندازه  او کار  روائې  تر مرګه  پورې

٨ ــ  د ده  مشهور  ماذونان او منسوبين

٩ ــ  دده د مرګ نه وروسته  شهرت او  تا ثيرات

مګر ډير  تاسف دى چه د داسې  يو لوى شخصيت  چه دټول  حيات  ګذارشات  او حر کات  ئى نهايت  متانت  او سنجيدګي  لري . 

هغومره  چه  ويل  کيږي  او يا  اورديل  کيږي  او يا ئى  وينو  په دغه  اندازه د ده سوانح  دليکلو  دپاره  چا  کوښښ  نه دى  کړى  په دغه  حقله  زمونږ ګيله  دده  دمعقولو  منسوبينونه  کوم  چه په خپل  وخت  کښى نهايت  منلى تير شوى زياته ده  يوازي د ملا  طوطى اخند نه  هغه  هم  صرف  دده  د مواعيظو تذکرى  مګر نهايت  ناقص  ليدل  کيږى  او بس .

په هر صورت  که اوس  زمونږ  په لاس  کښى  مطلوبه  معلومات  راشي   اميد  دى  چه  څه  نا  څه  خوبه  ترى  جوړ شي  او آينده  د پاره  به  ګوندى  دغــه  آرزو  د  ده  پــوه  عقيدت  مندان   کوښښ  وکړي  چه  زمونږ د هدف  نارسيده  مطلب  تکميل  او  پوره  کړى . باور لرم  چه په دغه  ليار کښى  سعيه به د ده  د عقيدت  مندى  ښه  ثوبت  وي .

د ده عمر او حيات او قواره :

زمونږ په لاس  تحريري اسناد ډير کم  دى  کوم  تحريري  سند  چه زمونږ په لاس کښې  شته  هغه  يوازى  د ده  د فوت  تاريخ  ښې   چه په (١٣٢٠ )  او يا  ( ١٣١٩ )  هجرى  قمرى  کال  کښې  فوت  شوى  چه د ده  نه د ټول عمر اندازه نشي  معلو ميدلې  ،  مګر ؛  شفاهآ  مو  ډير  او ريدلي  چه  اخند زاده  صاحب  عمر  او يا  کلو په حدود  کښې  اندازه  کيدلى  شې.  خلک  وائى :   چه ښه  قوى وجود ئي  درلوده  مګر ؛ رياضيت  او تقوى  په وجه  نحيف  شوى ، حتى چه د ډير  رياضيت  په وجه  د ده  دلاسو رګونه  شنه شنه بلقيدل .

وائى  چه  دى ښه خوش قــواره  جږ  سړى ؤ ،  او په  اوچلي  باندى شين  خال  هــم درلوده  او د ده  دشين  ښکلى  خال  شهرت  زيات  ؤ .

د ده  رنګ  او قواره  با تاثيره  هيبت  ناکه  وه ، دورايه  به په  خلکو  د ده رعب وليده  مګر؛  په عين  وخت  کښې  مشفق  او مهريان هم  ؤ .

د د حيات ټول  په حرکت  کښې  تير شوى .  معلو ميږى  چه د ده  په  ضمير  کښى  يو داسى  اور  او تپش  او حرکت  مودجود ؤ  چه په يو ځاى نشو پاتې  کيدلى .

ده  هر چيرته  ته  دخلکو  په افکارو کښې  داسى  تحول  قايم  کړ ى  چه  تر ننه  هم  هغه  تحول  دخلکو  په مابين  کښې ياد  او د قدر  وړ دى  ده  په ځان باندى  ډير  خلک  د ښو اخلاقو په وجه عاشقان  کړي  ؤ ،  د ده  د حقانيت  داثبات  دپاره  دا کافى ده چه  دى ټولو  پوهو علماؤ منلى  ؤ  او د ده  حر کات  ئې   د اسلام  د دين  په اساس  موافق  ګڼل .

ادامه  لری
اتمه ګڼه اومه ګڼه شپږمه ګڼه پنڅمه ګڼه څلورمه ګڼه دریمه ګڼه دوهمه ګڼه اوله ګڼه

بازگشت  یه صفحه  اصلی بازگشت به صفحه  النجم
د سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان  ته  ښه راغلاست!
هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است