د سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان  ته  ښه راغلاست
 د سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان  ته  ښه راغلاست!
ورزش سایرنشرات  ارشیف مضامین هـدف ارگان شخصیت های فرهنگی  ارشیف کتب مولانا سعیدافغانی صفحه اصلی

النجـــــــــم 
 ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
 ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

النجـــــــــم 

   ګڼه « ۶»   چهارشنه  د  ۱۳۳۷ کال  ،   د  قوس  « ۵»   

مصلح « مجاهد »

د  سعيد افغاني  لیکنه :

۳ــ د ده هــويت قــوم او نسب :

اصلى  او فرعى مسکن او ځايونه ئى :

ملا نجم الدين  « اخند زاده  صاحب »   په قوم  کاکړ او په مليت افغان  دى  په اصل د جنوبى    شپلګر د علاقى نه دى ، او هم هغلته  د دنيکونه  او پلرونه  تير شوي .

دى بيا دتحصيل  او زده کړى په وخت  کښط  د جنوبى نه مخ  په مشرقى  ننګرها  را روان   شوى  په ننګر هار  کښې  ځاى په ځاى  ديره  شوى او تحصيل ئى کړى  دى.  

د تحصيل  دپاره  افريدوته  هم تلى ،  پيښور او صوات کښې  هم اوسيدلى  دى.  ده  دتحصيل  نه ورسته  مخ  په  خپل  وطن افغانستان  روان شوې  او په هډه  کښې  اقامت اختيار کړى ؤ .

لکه  مخکښې  چه مو وويلى  د ځينى سياسي  معاذيرو په  وجه  کابل  ته غوښتل  شوى ؤ  دکابل  په ښار  تندور  سازى  کښې  او سيدلى  او بيا  دکابل  نه مخ  په ننګر هار  تلى او مهمندو  په علاقه  په جړوبى ،  او چمرکنډ کښې ‌  استوګنه  کړي  ده .

په ننګرهار  کښې  په روداتو  کښې  څه  موده تيره  کړي  او هلته  په فقير آباد  او نورو  روداتو  او شينوار کښې  ګر ځيدلى  .   په لغمان  او  سور رود   او کامه  او خو ګياڼو کښې  هم د وعظ  او تبليغ  او يا دنورو  مقاصدو په  مطلب  تلى دى ،  دګرمي   په وخت  کښې  دى  به کابل  ته هــم  تلو او هلته  په  پغمان  کښې  څه موده ئې  استو ګنه  کړى  ده .

دى  په  شمالى  کښې  د کوه دامان  خواته د داؤد ځو په علاقه  کښې   اوسيدلى او شايد  چـه هلته  به  د کــوه  دامــان  په ځينو  ځايو کښې  ګــر ځيدلى وى ،  مګر ؛ د ده  د حيات  اخرنى  شپى  او  ورځـې  د ننګرهار  په علاقه  د جلال کوټ  نه  درى  ميله مخ  په جنوب هــډه  کښې  تير  شوى  دى .

دى شايد  په نورو ځايونو  کښې  هم  ګر ځيدلې   او يا او  سيدلى  وى  مګر ؛ مونږ نه  دى اوريدلى ،  نو ځکه  دليکو  جر ئت  نه کؤو .

د ده تحصيل او علم :

مخکښې  مو وويل  چه دى د تحصيل  دپاره  زيات  ګرځيدلې او په ډيرو  ځايونو کښې او سيدلى دى .

وائى چه  اخند زاده  صاحب ډير  پوه  او ښه  معقول عالم ؤ  په  تفسير ، او حديث ، قرائت ، صرف، او نحو ،  او فقه ،  او اصول ،  او معانى ،  منطق ،  او  هيئت  او رياضى ، او حکمت ،  او ميراٍ ،  او حساب  او  تصوف ...   .

ادامه لری

 

اتمه ګڼه اومه ګڼه شپږمه ګڼه پنڅمه ګڼه څلورمه ګڼه دریمه ګڼه دوهمه ګڼه اوله ګڼه

بازگشت  یه صفحه  اصلی بازگشت به صفحه  النجم

د سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان  ته  ښه راغلاست
هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است