د سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان  ته  ښه راغلاست
 د سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان  ته  ښه راغلاست!
ورزش سایرنشرات  ارشیف مضامین هـدف ارگان شخصیت های فرهنگی  ارشیف کتب مولانا سعیدافغانی صفحه اصلی

النجـــــــــم       
 ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
 ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

النجـــــــــم 

   ګڼه «  ۸»   چهارشنه  د  ۱۳۳۷ کال  ، د  قوس  « ۱۹ »   

مصلح « مجاهد »

د  سعيد افغاني  لیکنه :

۵ــ  د ده تحصيل آوعلم او تصوف:

هــډى صاحب عــالم ؤ ، مګر ؛  داسى  نه چه علم ئې   دعمل  سره نه  برابر يده  او يا  دسر  تنبه توب نه به ئى  کا راخستلو  او يا  د کبر  او غرور نه  ډ ک عالم  او يا  داچه  د ده علم داوهامو او خرافاتو يوه مجموعه  ؤ  او يا   خدآى ناکرده  چه ده به  دين ددنيا  دپاره  وسيله  ګرځولى  وى .  

دی  يو حقانى عالم ؤ،  ده  داسلآم  دين  پيژندلودى  په دى خبره  پو هيده  چه  خلکو  کښې  بايد      د  محبت او مؤدت  اساس  قائيم  شي .  دى  ريا کار  صوفى نه ؤ  ،  او نه  دکونج  آو صومعى طرفدار ؤ .  دى  يو اجتماعى شخصيت ،  هميش  دناوړو رسم  او رواج سره  مجادلى کړى خلک ئې  دبى کارى او تنبلى  نه  خلآصول .

مصلح او مجاهد

د  سعيد افغاني  لیکنه :        

وائى نجم الدين اخندزاده  صاحب به علماؤ سر زيات  محبت  کولو او ښه  عالم  به ئى زيات  خوښو . 

دهغه وخت علما ؤ په ده باندى  دعلميت ازميښتونه  کړى ؤ  علما ،  دده نه په  لو يو لويو   کتاب، او علومو او په باريکه باريکه مسايلو کښې  پو ښتتنى کړى،  مګر ؛ دده سره  دعلميت اندازه  قوى وه .

دعلما ؤ پو ښتنو د پاره  ئى ښه  ځوابونه  ورکړى . دى د علما ؤ په نزد  ښه  جيد  عالم ثبوت  شوى ؤ  نو ځکه  ئى  دى د دين  داقتدا  او ددين  دحمائى  دپاره  دهغه عصر  لوى  نابغه  شخصيت  ليدلو .  ده  علما تربيه  کول  او علماؤ ته ئى  دعمل درس  ورکولو .

وائى نجم الدين   اخندزاده صاحب  ته هر کال  په سلهاؤ بړ ستنى جوړولى  او بخشش به ډول  به ئى ورکولى .  دى  دعلماؤ  دپاره خولى  او پګړى  پيداکولى او د بخشش په قسم به ئې  ورکولى .

دنجم الدين اخندزاده  صاحب  علمي  بحثونه علمي  موعظي  او خطا بي  ښى  با تاثيره ياديږى .  ده خلکو ته  د کونج  او  زاويى  در س نه دى  ورکړى  ده خلکو ته  دنيا  په داشان  بده نه ده ظآهره  کړى ، چه خلک  دى  دنيا  ترک  او کار دى نه کوى .

دى  په دى  خبره  پو هيده  چه ددنيا مذمت  هم ددى   دپاره  دى چه بايد مسلمان  د دنيا  د محبت اندازه   وپيژنى ،  داسى  نه چه د دنيا د محبت په وجه  دخلکو  حقوق تلف  د رحم او عاطفى  خيال  ونه ساتى .

 داسى  دنيا  نه چه  هرج  مرج  پيدا شى،  د جنګ  او قتل  موجب  وګرځې   او داسى  نه چه  خلک په  دنيا غره  شې  خپل  خالق  هير  کړى او دبلى  ورځى غمه  ورسره  نه وى . اوکه  نه  دنيا  د دى  دپاره چه د ځان او دخلکو دخدمت  او رفاهيت  په مقصد  وۍ  بده نه  بلکه  پيد ا کول ئى  ثواپ  دى.

نجم الدين اخند زاده  صاحب  حقيقى عالم ، په دى خبره ښه  پو هيده  چه ځنګه علما ؟؟؟  دى په دى  پوه ؤ چه د خلکو  داصلاح  دپاره  څنګه  علم  په کار دى .

 ده  سره  دا ملاحظه  وه چه د وخت  او زمان  مراعات شته  دى ،  ده  علما  په  ځان  را  ټول  کړل  خلکو  کښى نوى روح پو کړو .

مګر ؛  ډير   تاسف  دى چه د ده  دکار نقشه  د ده نه پاتى  وروستينو خلکو  بدله  کړه په دى  پوه نه شول  چا  اصلى  سر څه  وۍ  په دى ښه  پوه نشول  چه  د نجم الدين  اخند زاده  صاحب  مطلب  څه  ؤ  چا داخيال وکړو  چه د اخند زاده  صاحب سره  د تسپو  دشمار  خيال  ؤ .

څوک په دى عقيده  لاړل چه ډوى ورکول او لنګر مقصود  دى چا داګمان وکړ و چه سر مراقبه  سپين  څادر  او قبا  په  کار  ده  چا سره  دا  سودا  پيدا شوه چه چا  دساده خلکو  په وسيله نور خلک تهديد ول  او غولول  په  کار دى .

همداوجه  وه چه چا دلنګر  په  نامه او چا د مسجد  د جوړولو په هنګامى  او  چا  د مدرسى  جوړولو  په انګازى چا په  دى  نامه چه دا کـوم!!  او داسۍ  داسى  خيال  مى  دى  ناروا ، ناروا کارونه  وکړل  عامونه ، عامونه  مسلمانان  ئى  په حقيقي  اسلام  باندى هم  بد ګمان  کړ . 

خداۍ خبر  چه  داسى  جنبان د اوسنى  اسلام  د ضعف  له امله  په هغه  ورځ  د پاک  خداى  په  لوى دربار  کښې  څه  ځواب  ورکوى .

بايد  ووايم  چى :  نجم الدين  اخونزاده صاحب  په  مخلصانو کښى  ښه پاک  او پـوه  خلک هــم  وه ، د هغوى د خــدمتونو اندازه  مونږ  سر شته  اميد دى  چه  هغــوى  د کارنامو  تذکرى  آينده  تماس  و نيسم او خپلو  ګرانو  لو ستو نکو  دپاره ئې   دهدئى  په  ډول  وړاندى  کړم . 

اتمه ګڼه اومه ګڼه شپږمه ګڼه پنڅمه ګڼه څلورمه ګڼه دریمه ګڼه دوهمه ګڼه اوله ګڼه

بازگشت  یه صفحه  اصلی بازگشت به صفحه  النجم
د سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان  ته  ښه راغلاست
هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است